د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخواني معاون امرالله صالح پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛چي که د امریکا د حمایت لاس د خلیلزاد څخه لیري کړو هغه په خپل شخصي لیاقت د یو کلي د ملک حیثیت هم نه لري.
ښاغلي صالح زیاته کړې چي خلیلزاد د امریکا په ستر حمایت په نړۍوالو مسائلو کي د امریکا سفير پاته سوی دی،خو بیا هم د شخصیت د لحاظه تر اوسه یو قبېلوي او محدود فکره شخص دی، او د امریکا په ستر حمایت سره یې یوازینی کار دا و چي د اشرف غني څخه یې حتی د مکتب د دورې انتقامونه هم واخیستل.
زلمی خلیلزاد تر اوسه د امرالله صالح ددغه خبرو اړوند بې جوابه پاته دی او تر اوسه یې څه نه دي ویلي.
