د بدخشان څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په يمګان ولسوالۍ کي ط.. البانو د ولسي خلګو پر لاريون باندي ټکان کړي، چي پر مهال ئې ۲۲ کسان ټپيان کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي ط.. البانو غوښتل د دغي ولسوالۍ د کاوجو خان کلي له پاره خپل د خوښي وړ کس وټاکي چي خلګو ئې په مقابل کي لاريون کړی او ط..البانو ولسي خلګ د لاريون له امله ويشتلي دي.
د سرچينې په حواله چي په ټپيانو کي د ۹ کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښودل سوی.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د دغي پېښي اړوند تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.