د باميانو ولايت بند امير ته تلونکي ميله وال وايي، چي د ط..البانو د امرب.المعروف مامورين اجازه نه ورکوي، چي د خپلي مېرمني او اولادونو سره يو ځای بند امير ته داخل سي.
هغوی د څراغ تلوېزيون سره د خبرو پر مهال ويلي، چي د بند امير د دروازې سره امرب.المعروف ط..البان په دروازه کي ولاړ دي او د خپلي مېرمني او اولادونو سره يوځای اجازه نه ورکوي، چي دغه ځای ته د ميلې له پاره داخل سي.
هغوی وايي، چي د لېري ولايتونو څخه بند امير ته راځي؛ خو ط..البان ورته وايي چي دغه ځای ته يوازي نارينه داخلېدای سي.
د هغوی په خبره چي هغه کسان چي واسطه ولري او د ط..البانو سره شناخت ولري اجازه ورکوي؛ خو بې واسطې کسانو ته اجازه نه ورکوي.
د هغوی په وينا چي دوی مجبوريږي چي د شپې ناوخته چي امرب.المعروف مامورين نه وي دغه پارک ته د ميلې له پاره ولاړ سي.
بلخوا بیا د دغه پارک داخل دوکاندارانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو يو شمېر کسان چي تازه ئې ودونه کړې په بېغمه زړه راځي او ميلې کوي؛ خو عام خلګ يوازي د شپې له خوا پر نورو لارو دغه پارک ته داخلېږي.
هغوی د ط..البانو د مشرانو څخه د دغه بې عدالتۍ د مخنيوي غوښتنه کوي او په خبره ئې که مېرمنو ته د تګ اجازه نه وي نو پر ټولو بايد عملي سي نه دا چي ولسي خلګ بند وي؛ خو ط..البان د خپلو ښځو سره په کښي ميلې کوي.