د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد په خېبر پښتونخوا کي نامعلومو وسله والو د يکشنبې په ورځ د سندرغاړي شکيله نازي ځوان زوی علي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي وسله وال تر بريد وروسته د سيمي د ځای څخه تښتېدلي دي.
د علي د وژني اصلي علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوليسو د دغي پېښي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
