د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کي ۹.۵ ميليونه انسانان د خوړو د بحران سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کي خبرداری ورکړی، چي د مالي سرچینو د کموالي او نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله، په افغانستان کي زرګونه میندي او کوچنيان له مرستو بې برخي سوي دي.
راپور وايي چي ۹.۵ میلیونه افغانان د خوړو د بحران سره مخ دي او ۴.۶ میلیونه میندي او کوچنيان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د راپور په حواله چي یوازي سږ کال ۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان او له یو میلیونه زیاتي امېندواري او شیدې ورکونکي میندي د شدیدي خوارځواکۍ د خطر سره مخ دي.

Verified by MonsterInsights