ډبليو ايچ او د ۸۳ ټنو روغتيايي توکو مرسته د افغانستان سره کړې

د روغتيا د نړۍوال سازمان څخه په نشر سوي راپور کي ويل سوي، چي دغه سازمان د افغانستان د روغتيايي سيستم سره د افغانستان په اوو زونو کي د ۸۳ ټنه د طبي وسایلو مرسته کړې.
خبرپاڼه زياتوي، چي دغه طبي وسايل د اروپايي ټولني د بشري مرستو ادارې او نورو مرستندويانو په مالي همکارۍ برابري سوي دي.
بايد وويل سي، چي دغه روغتيايي وسايل د افغانستان په ۷ زونو کي پر ۳۱ روغتيايي مرکزونو باندي تقسيم کېږي.

Verified by MonsterInsights