د فرانسې خبري اژانس: افغانستان کي اقليمي بدلون د خلګو د خپلو کورونو څخه د بې ځايه کېدو لامل سوی

د فرانسې خبري اژانس په نشر سوي راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي اقليمي بدلون په خاص ډول وچکالۍ افغاني کورنۍ داخلي کډوالۍ ته اړي کړي دي.
د دغه اژانس د راپور د مخي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ راهيسي په افغانستان کي اقليمي بدلون، وچکالۍ او سيلابونو له امله ډېري افغاني کورنۍ مجبوري سوي، چي د خپلو اصلي سيمو څخه نورو سيمو ته کډوالي سوي.
د فرانسې خبري آژانس ليکي، چي سږ کال د پنځو ميليونو څخه زيات خلګ د اقليمي بدلون څخه اغېزمن سوي.

Verified by MonsterInsights