ط..البانو د نورستان ولايت د کانونو څخه د شاوخوا پنځه ميليونه افغانيو په ارزښت قيمتي ډبري خرڅي کړي

د نورستان ولايت د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ط..البانو د يکشنبې په ورځ ۱۲۵ کيلو ګرامه قيمتي ډبري د ازادي بولۍ د لاري په ۵ ميليونه او ۳۶۶ زره افغانۍ خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه قيمتي ډبري ئې د نورستان ولايت د وانټ وایګل ولسوالۍ د کانونو څخه تر لاسه کړي او خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو څو ورځي وړاندي هم د ياد ولايت د قانونو څخه قيمتي ډبري خرڅي کړي وې.

Verified by MonsterInsights