تېره ورځ کندهار ته د پاکستان څخه ۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ راغلي

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د پاکستان څخه ۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۳۳۹ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه د افغان کډوالو کورنۍ تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۸ تنه د افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.

Verified by MonsterInsights