د پاکستان سره دښمني زموږ د سیاسیونو یوه مرګوني غلطي وه

ډاکټر مجیب الرحمٰن رحيمي د ډاکټر عبدالله عبدالله پخواني ویاند پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چي زموږ د سیاسي او نظامي رهبرانو یوه لویه،نه جبرانېدونکې او مرګوني غلطي دا وه چي د پاکستان سره یې ناسنجېدلې دښمني اعلان کړې وه.
د رحیمي په خبره چي پاکستان خپلو تیرو اشتباوو ته متوجه سوی و،او د هغه اشتباوو د جبران لپاره یې د افغانستان سره دنیکو اړيکو نیت درلودی خو زموږ رهبرانو بې دلیله او ناسنجېدلې دښمني ورسره غځول.
د هغه په خبره چي پاکستان اوس خپل دا اشتباه ته هم متوجه سوی چي د ط..البانو حمایت یې کړی،نو نوی نسل باید د پاکستان سره د ښه روابطو لار غوره کړي او د پخواني دښمنیو څخه لاس واخلي،او ورسره باید ددغه فرصت څخه د سیاسي روابطو د تغییر استفاده وکړي.
هغه د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د پاکستان په شمول د ټولو همسایه ملکونو سره پر دوستۍ ټینګار کړی دی.

Verified by MonsterInsights