عزيز احمد عزيز: د کندهار پخواني والي همايون عزيز د کندهار د لرغوني زاړه ښار څلور جريبه حریم خپل ملګري ته په تحفه کي ورکړی

د جمهوري نظام پر مهال د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د فرهنګ امير،عزيز احمد عزيز وايي؛د جمهوريت پرمهال د کندهار والي همايون عزيز د کندهار د لرغوني زاړه ښار څلور جريبه حريم په خپل امضا او د خپلي دندي څخه په استفادې د شاولي په نوم يو کس ته په تحفه کي ورکړی دئ.
هغه وايي، چي دغه دولتي ځمکه ئې ولسي کس ته ورکړې او شواهد هم په لاس کي لري.
عزيز دغه راز ليکلي، چي په هغه وخت کي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک د کندهار د والي همايون عزيز په لارښونه د شېر سرخ د نادر اباد کلا برخي د پټي معاملې په اساس د‌ منځه وړي وې.
هغه دغه راز زياتوي چي حضرت ولي هوتک د همايون عزيز په موافقه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د يادو موضوعاتو اړوند ټول شواهد او اسناد د ارشيف څخه لېري کړل؛ خو په وينا ئې چي دغه اسناد د ده سره موجود دي، چي د اړتيا په وخت کي به ئې وړاندي کړي.
عزيز احمد عزيز وايي، چي په هغه وخت کي ده غوښتل چي د يادو کړونو مخه ونيسي او ږغ پورته کړي؛ خو همايون عزيز او حضرت ولي هوتک د دندي څخه منفک کړ.
بايد وويل سي، چي همايون عزيز او حضرت ولي هوتک اوسمهال په فرانسه کي اوسېږي.

Verified by MonsterInsights