د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي د افغانستان مرکز کابل بې برېښنا او تياره دئ

د کابل اوسېدونکي شکايت کوي، چي د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي د برېښنا دوامداره کمښت د دوی ورځني ژوند له ستونزو سره مخ کړی دئ.
هغوی وايي چي د سختي ګرمۍ په دې ورځو کي برېښنا نه لري او د ګرمۍ له وجهې ئې ښځي او کوچنيان ناروغه سوي دي.
د کابل ښاريانو څراغ تلوېزيون ته داسي وويل “موږ د ورځي ساعتونه ساعتونه برېښنا نه لرو، خو بیا هم د برېښنا بیلونه راځي، برېښنا نه لرو خو پېسي په بيل کي ډېري ليکل سوي وي دا زموږ د خوار او غريب ولس سره ستر ظلم دئ.”
هغوی وايي چي د برېښنا اداره د دوی ستونزو ته پاملرنه نه کوي او د حل له پاره کوم جدي ګام نه اخلي.
د هغوی په وينا چي دا حالت نه یوازي د خلګو ژوند تریخ کړی؛ بلکي د ط..البانو د ادارې بې کفایتي ئې هم په ډاګه کړې. کله چي خلګ د اساسي اړتیاوو د پاره چیغي وهي، خو د حل پر ځای یوازې وعده د ط..البانو له خوا ورکول کېږي.
دوی له ط..البانو غواړي چي د برېښنا د رسولو سیستم سم کړي او د خلګو اړتیاو ته دي جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د کابل توري شپې په رڼا بدلي سي.

Verified by MonsterInsights