د اسد ۲۸مه د افغان ولس د اتلولۍ، زړورتیا او سرښندنو تاریخي ورځ ده.
دا ورځ د تاريخ هغه زرينه پاڼه ده، چي غازي امان الله خان او د هغه زړورو ملګرو د انګریزانو لویه امپراتوري پر ګونډو کړه او د افغانستان د ازادۍ بېرغ ئې په اسمان کي رپاند وساتی.
د خپلواکۍ دا سپېڅلې ورځ د هر افغان په زړه کي د ویاړ، افتخار او میني اور بلوي.
دا ورځ موږ ته درس راکوي، چي زموږ نیکونو څنګه د خپلي خاوري، خپل ناموس او خپل عزت له پاره له هري قربانۍ څخه تېر سول، د توپونو، توپکونو او زولنو پر وړاندي ودرېدل، خو غلامي ئې ونه منله.
که څه هم ط..البان د افغانستان د ملي بیرغ سره ازلي دوښمني لري خو بيا هم په ټولنیزو رسنیو کي زرګونو افغانان خپل انځورونه د ملي بیرغ رنګ ته اړولو، د ازادۍ شعرونه ئې نشر کړي او د خپل افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان ياد ئې تازه کړی.
د اسد ۲۸مه موږ ته دا درس راکوي چي افغانان تل ازادي غواړي، نه به تسلیمېږي او نه به د پردیو غلامي مني.
دا ورځ د یووالي، میني او د خپلواکۍ د ارزښتونو د بیا یادولو ورځ ده.
افغان ولس به تل د خپل هيواد، خپل بیرغ او خپل عزت ساتونکي وي او د خپلواکۍ دا بیرغ به تر قیامته رپانده ساتي.
