ههنګاو د بشري حقونو سازمان چي د ايران څخه بهر فعاليت کوي په خپل تازه راپور کي ئې ويلي، چي ايران د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر اوسه پوري شاوخوا ۸۰۰ تنه اعدام کړي، چي ۴۶ تنه په کښي افغانان دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغانان د ایران په بېلابېلو زندانونو کي د ايران دولت اعدام کړي دي.
د ههنګاو د بشري حقونو د سازمان په وينا چي دغه ۴۶ تنه افغانان په ايران کي د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي وو.
ههنګاو سازمان د نړۍوالو بشري سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چي د ايران د حکومت له خوا د خلګو د اعدامونو مخه ونيسي او د دغه بشريت ضد کړنو خلاف دي ږغ پورته کړي.
