په پکتيکا کي غلو د موټر له پاره يو کس وژلی

د پکتيکا ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي د نصيراحمد په نوم يو کس پنځه ورځي مخکي د خپل موټر سره يو ځای نادرکه سوی و، چي وروسته ئې د مړيني جسد موندل سوی.
د سرچينې د معلوماتو د مخي، چي د هغه جسد تر ورکېدو پنځه ورځي وروسته د دغي ولسوالۍ په کټواز سيمه کي موندل سوی.
سرچينه زياتوي، چي نصير احمد غلو په چړو وهلی او وژلی و او د هغه څخه ئې موټر غلا کړی و.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د وسله والو غلاو ګراف خورا لوړ سوی؛ خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.

Verified by MonsterInsights