د ط..البانو تر واک لاندي د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چي په تېرو دوو ورځو کي د افغانستان په اتو ولایتونو کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ کي د شدیدو بارانو له امله سېلابونه راوتلي دي.
په راپور کي ويل سوي، په دغو سېلابونو کي څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي سوی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغو سېلابونو ۱۱ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۲۶ نورو ته ئې زیان رسولی، چي له امله ئې ټولټال ۳۵۳ کورنۍ اغېزمني سوي دي.
