د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي له ۲۰۰ څخه زیات افغانان، چي مخکي د جرمني د پناه غوښتلو په پروګرام کي شامل وو، تازه د پاکستان له خوا بېرته د ط..البانو تر کنټرول لاندي افغانستان ته شړل سوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جوزف هینترسیر، له اسلامآباد څخه غوښتنه کړې، چي یادو کسانو ته بېرته پاکستان ته د ستنېدو او د جرمني ویزو د ترلاسه کولو بهیر ته د دوام ورکولو زمینه برابره کړي.
هینترسیر زیاته کړې، چي د پاکستان پولیسو تر دې مخکي شاوخوا ۴۵۰ افغانان، چي د جرمني د افغان همکارانو د ایستلو پروګرام کي شامل وو، نیولي وو او تر اوسه ۲۱۱ کسان افغانستان ته شړل سوي دي.
د هغه په وینا، ځیني نور کسان ټاکل سوو کمپونو ته ستانه سوي، خو شاوخوا ۳۵۰ کسان لا هم د شړلو له خطر سره مخ دي.
