پاکستانۍ ورځپاڼه: افغان ط..البان هره مياشت د ټي ټي پي د مشر کورنۍ ته ۴۳ زره ډالره د تحفې په ډول ورکوي

د پاکستان ټوډي ورځپاڼي په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د افغانستان ط..البان هره مياشت د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر نورولي محسود کورنۍ ته هره مياشت درې ميليونه افغانۍ چي ۴۳ زره امريکايي ډالره کېږي د تحفې او مرستي په نوم ورکوي.
دغي ورځپاڼي ليکلي، چي افغانستان کي اوس مهال هغه ترهګري ډلي فعاليت کوي، چي د نړۍوالو له خوا د ترهګرو په تور ليست کي شاملي دي.
يادي پاکستاني ورځپاڼي ادعا کړې، چي د افغانستان ط..البان د ټي ټي پي په پراخه توګه ملاتړ او لاس نيوی کوي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان حکومت تل وايي، چي د افغانستان ط..البان د پاکستاني ط..البانو يا ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو د افغانستان ط..البان ئې نه مني.

Verified by MonsterInsights