د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد په سیالکوټ ښار کي د پنجابيانو د خپل منځي شخړي پر مهال يو افغان ځوان وژل سوی.
د سرچينې د معلوماتو د مخي، چي دغه وژل سوی افغان ځوان جلال نومېدی، چي اصلي د افغانستان د پکتيکا ولايت د بکخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و.
بايد وويل سي، چي دغه پېښه د تېري جمعې په ورځ د پاکستان په سيالکوټ ښار کي رامنځ ته سوې وه.
