د ط..البانو د تخار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کي ئې ۱۳ تنه د موسيقۍ ږغولو په تور نيولي او زنداني کړي دي.
په خبرپاڼه کي د دغو نيولو سو کسانو په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.
بايد وويل سي، چي څلور ورځي وړاندي په هرات ولايت کي هم يو محلي سندر غاړی د سندرو ويلو له امله ط..البانو نيولی او زنداني کړی.
