نن د سې شنبې ورځ د اسد په ۲۸مي د ط..البانو ویاند ذبیح الله مج.اهد د انګریزانو څخه د ازادۍ اخيستلو د ۱۰۶ مي کلیزي په مناسبت داسي اعلامیه خپره کړې چي د ازادۍ د اتل غازي امان الله خان د نوم هیڅ یادونه نه ده پکښي سوې.
یوازي دا نه چي د غازي امان الله خان یادونه نه ده سوې، بلکي د هغه وخته تر اوسه د افغانانو درې رنګه ملي بیرغ هم د ط..البانو لخوا مردود سوی او د هر چا سره چي د افغانستان هره سیمه کي ملي بیرغ ولیدل سي د وهلو او بې عزته کولو سره زندان ته هم استول کیږي.
د یادوني وړ ده چي سږکال په لومړي ځل ط..البانو د انګرېزانو څخه د ازادي اخیستلو ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
