نن د سې شنبې ورځ د اسد په ۲۸ مي د ط..البانو ویاند ذبیح الله مج.اهد په یوه خپره سوې اعلاميه کي د غازي امان الله خان په مشري د انګرېزانو څخه اخيستل سوې ازادي ، د ط..البانو د ترهګري سره یو شان ګڼلې ده، او د هغه وخت غازیانو ، او اوسني خپلو ط..البانو ته یې د مج.اهدینو ګډ لقب ورکړی دی.
په ورته وخت کي پر ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو یاده اعلاميه د افغانانو توهین بللی دی او ویلي دي چي په جمهوريت د ط..البانو جګړه د افغانانو ضد وه او د سلګونو زرو افغانانو د وژلو سربېره یې د افغانستان سړکونه،مکتبونه،مسجدونه،او پلچکونه د پاکستان په امر له منځه وړل،چي دا ترهګریز فعالیتونه هیڅ وخت د غازي امان الله خان د سپېڅلې مبارزې په ترڅ کي د لاسته راوړل سوي ازادۍ سره برابر نه دي
