د هرات ولايت د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس احمدالله متقي څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د سې شنبې په ماښام په هرات ولايت کي يو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس ټکر کړی، چي له امله ئې ۷۳ تنه مسافر وژل سوي دي.
د هغه په خبره، چي دغه بس موټر لومړی د يوه موټر سيکل او وروسته ئې د تيلو د ټانکر سره ټکر کړی دئ.
د متقي په خبره چي په وژل سوو کسان کي ۵۴ تنه لويان او ۱۷ تنه کوچنيان په کښي شامل وو.
هغه وايي په دغه پېښه کي ډېری د ايران څخه تازه راغلي افغان کډوال وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي ډېر وخت دغه ډول ترفيکي پېښي پر لويه لار باندي د ترافيکي اصولو د نه مراعاتولو او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي.
