د خېبر پښتونخوا په دېر ولسوالۍ کي د تېري شپي راهيسي د وسله والو او پاکستان پوځ تر منځ جګړه روانه ده

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تېري شپي راهيسي د پاکستان د خېبر پښتونخوا په دېر ولسوالۍ کي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ جګړه روانه ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چی تراوسه پوري د پاکستان پوځ درې سرتېري وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې په حواله چي دغه جګړه اوس هم جريان لري.
د پاکستان پوځ د دغي جګړي په اړه تر اوسه پوري معلومات نه دي خپاره کړي.

Verified by MonsterInsights