نصيراحمد فايق: د افغانستان اصلي خپلواکي د ط..البانو نظام نړېدل او د هغوی د فکري اشغال څخه خلاصون دئ

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د افغانستان له پاره اصلي خپلواکي د ط..البانو څخه د افغانستان خلاصون دئ.
د فايق په وينا چي د خپلواکۍ مفهوم هغه وخت معنا لري، چي یو ملي نظام د قانون، عدالت، بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او د خلګ په غوښتنه جوړ سوی وي او ټول ولس په هغه کي خپل ځان وويني.
هغه وايي د افغانستان له پاره خپلواکي دا ده، چي د ط..البانو د فکري اشغال څخه افغانان نجات پيدا کړي، د بهرنيو هيوادونو ته د لاس نيوي څخه خلاص او افغان کډوالو ته په خپل هيواد کي د اوسېدو امکانات برابر سي.
هغه د خپلو څرګندونو پر مهال ټينګار کړی، چي په افغانستان کي بايد د خلګو د ارادو او غوښتونو په اساس يو واحد نظام چي ټول قومونه په کښي شامل وي جوړ سي.

Verified by MonsterInsights