نامعلومو وسله والو په پنجشیر کي دوه ط..البان وژلي

د پنجشېر څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي نامعلومو وسله والو د سې شنبې په ورځ د پنجشېر ولايت په دره ولسوالۍ کي د ط..البانو پر يوې پوستې بريد‌کړی.
د سرچينې په حواله چي په دغه وسله وال برید کي دوه ط..البان وژل سوي.
ط..البانو د ياد بريد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي تراوسه پوري کومي وسله والي ډلي د دغه بريد مسؤليت نه دئ منلی.

Verified by MonsterInsights