نامعلومو وسله والو په خوست ولايت کي يو ځوان وژلی دئ

د خوست ولايت څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهار شنبې په ورځ سهار مهال د خوست ولايت په مرکز کي نامعلومو وسله والو يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د‌ مخي چي دغه وژل سوی ځوان بهار ګل نومېدی او په خوست بازار کي ئې غريبي کول.
د بهار ګل د وژل کېدو اصلي علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ او ط..البانو ئې په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم په افغانستان کي مرموزي وژني د پخوا په پرتله څو چنده زياتي سوي دي.

Verified by MonsterInsights