د افغانستان د سولي په چارو کي دامریکا نماینده زلمي خلیلزاد پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چي په پاکستان کي د ط..البانو ضد افغان څهرو او پاکستاني چارواکو غونډه د پاکستاني استخباراتو ای ایس ای لخوا جوړه سوې ده.
خلیلزاد همداسي زیاته کړې چي د غونډي مستقیم مسئولیت ای ایس ای پر ځان نه دی منلی خو د دغي غونډي د ګډونوالو لیست او د ویزې سهولتونه د ای ایس ای لخوا تیار سوي دي.
د یادوني وړ ده چي د رواني اګسټ میاشت پر ۲۵ و ۲۶ تاریخ به ځیني د ط.الب ضد افغان څهرې په پاکستان کي د پاکستاني چارواکو سره غونډه ولري
