په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو همکارانو د ټرمپ څخه غوښتي چي په امريکا کي د افغانانو د منلو پروګرام بيا پيل کړي

یو شمېر هغه افغانان چي په تېرو دوو لسیزو کي ئې امریکايي ادارو او ځواکونو سره همکاري کړې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ئې غوښتي چي د افغان کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام بېرته پیل کړي.
د سی‌ان‌ان د راپور له مخي ټرمپ د خپلي دوهمي دورې په پیل کي دا پروګرام درولی او له همدې امله ډېر هغه افغانان چي د امریکا د دولت سره ئې همکاري کړې، په افغانستان کي بند پاته دي.
دغه افغانان اوس په افغانستان کي د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي په سختۍ ژوند کوي او ژوند ئې د جدي خطر سره مخ دئ.
دغو افغانانو د ټرمپ څخه غوښتي چي خپل افغان همکاران وژغوري.
د شرق میانه انسټیټیوټ د شمېرو له مخي، له ۲۰۲۱م کال راهیسي تر اوسه پوري د ۱۸۰ زره زیات افغانان په متحده ایالاتو کي مېشت سوي دي.

Verified by MonsterInsights