ط..البانو په سرپل ولايت کي ۱۱ کسانو ته تعزيري سزا ورکړې

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې ۱۱ کسانو ته د زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي سزا ورکړې.
د خبرپاڼي په حواله چي په يادو يولسو کسانو کي څلور تنې ښځي هم شاملي دي.
خبرپاڼه زياتوي چي دغه کسان ئې د ۲۱ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د ۸ مياشتو څخه تر څلورو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.

Verified by MonsterInsights