د کاپيسا څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي او يوه ښځه ئې ټپي کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د چهار شنبې په ورځ د تګاب ولسوالۍ په قلعه ولي سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
د ط..البانو امنيتي مسؤلينو هم ياده پېښه منلې ده خو زياتوي چي دغه پېښه د شخصي دوښمنۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
