د غزني ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولايت په ناور ولسوالۍ کي د خلګو په شخصي لګښت د يوې ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل.
د هغوی په وينا چي دغه ښوونځي په څلور جريبه ځمکه کي په دوو پړاوونو کي جوړېږي، چي ۱۲ درسي خوني او ۴ اداري خوني لري.
د يادي سيمي د اوسېدونکو په وينا چي د دغي ښوونځي په ودانۍ باندي اته ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چي ټول مصرف ئې د همدې سيمي د خلګو له خوا ورکول کېږي.
