د پنجشېر څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي ط..البانو پر دولتي او امنیتي کارکوونکو د سمارټ موبایل د کارولو بندیز لګولی.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو د دې بندیز له اعلان وروسته، له لسګونو کارکوونکو څخه موبایلونه راټول کړي.
د سرچينې په خبره چي ط..البانو د موبایلونو د راټولو له پاره امنيتي پوستې هم جوړي کړي دي.
ديادوني وړ ده چي ۱۵ ورځي وړاندي ط..البانو خپلو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چي کارکوونکي دې نور سمارټ موبایلونه نه کاروي او دولتي ځای ته دې د راوړلو څخه ډډه وکړي.
