په هرات ولایت کي د کډوالو د انتقال یو بس دوې ورځي وړاندي ټکر کړی چي له امله ئې ۷۸ تنه، چي ۱۷ ئې کوچنيان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
دا بس موټر له ایرانه ایستل سوي کډوال انتقالول، چي لومړی ئې له موټرسایکل سره او بیا ئې د تېلو ډک ټانکر سره ټکر وکړ او اور ئې واخیست.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (یوناما) او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) دواړو په دې پېښه کي د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او په وينا ئې چي د دغي پېښي د قربانیانو د کورنيو سره په دغه غم کي ځان شريک بولي.
په ورته وخت کي ط..البان وایي، د دې ټکر قربانیان د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دي.
