کندهار کي د یوې جنګ ځپلي ولسوالۍ یو ځوان په کابل کي د دولتي انستيوت عمومي اول نمره ګي تر لاسه کړې

د عبد البشیر صديقي په نوم ځوان چي د کندهار د یوې ليري پرتې او جنګ ځپلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی په کابل کي د غضنفر انستیتوت د1404 کال عمومي اول نمره اعلان سوی دی.
د بشیر صديقي دغه بریا پر ټولنیزو رسنیو ډیرو کسانو ځکه ستایلې ده چي بشیر د یوې داسي ولسوالۍ اوسېدونکی دی چي هلته په تېرو شلو کلونو کي ط.البانو مکتبونه نه پرېښول او اوس هم تش په نوم فقط درې مکتبونه وجود پکښي لري.
ټولنيزو فعالانو پر ټولنیزو رسنیو د یادي بریا په اړه ويلي چي د بشیر بریا د هغو ځوانانو له پاره ښه انګېزه ده چي د ټولو امکاناتو په درلودلو سره بیا هم زده کړو ته اهميت نه ورکوي.
د یادوني وړ ده چي د بشیر صدیقي کورنۍ د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ ده که چيري د زده کړو د دوام لپاره حمایت پیدا نکړي،نو زده کړي به یې نیمګړي پاته سي،او تر خپلو هدفو به نه ورسیږي.

Verified by MonsterInsights