نن پنجشنبه د اګسټ ۲۱مه د پاکستان ستري محکمې اعلان کړی چي د پاکستان د پخواني صدر اعظم عمران خان د ۸ قضیو ضمانت د موقت وخت لپاره قبول سوی دی.
عمران خان د پاکستان د ستري محکمې څخه تر اوسه د اتو قضیو ضمانت تر لاسه کړی،خو پر عمران خان اوس هم داسي قضیې سته چي نوموړی یې د زندانه نه دی ازاد کړی،د یادو قضیو د جملې څخه د (القدير ټرسټ) قضیه ده چي په یاده قضیه کي پر نوموړي د ۱۴ کاله بند حکم سوی او د حکومتي تحفو د خرڅولو قضیې لا هم پاته دي.
د عمران خان ګوند، او د هغه مینوالو یاد ضمانت د عمران خان د بې ګناهۍ ستر ثبوت بللی،په ویاړ یې خوشحالۍ کړي او ویلي دي چي عمران خان به ډیر ژر په ټولو قضیو کي همداسي بې ګناه ثابت سي
