د پخواني ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد ابراهيم الکوزي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چي ط..البان دي د خپل معنوي پلار فضل رحمٰن په څېر ګوندي او پارلماني سیاست غوره کړي.
هغه زیاته کړې چي د ط.الب مشرانو د اخري ویناوو تر ارزوني وروسته دا ورته څرګنده سوه چي ط.البان اوس مهال تر سخت فشار لاندي دي او په دې پوه سوي دي چي د حکومت د مخته وړلو ظرفیت نه لري او ډیر ژر به د زوال سره مخ سي.
د هغه په خبره چي دا فشارونه به نور هم ډیریږي او ط.البان دوې لاري لري، هغه دا چي یا به د ګوند په شکل همه شموله انتخاباتو ته لار اواروي ، او یا به افغانان ط.الب مکمل له منځه وړي او افغانستان کي به جمهوريت حاکميږي
