د جمهوري نظام پر مهال د کابل پخواني والي احمدالله عليزي پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چي په پاکستان کي د افغان ضد څهرو او پاکستاني چارواکو راتلونکي غونډي دعوت مي قبول کړی،او په یاده غونډه کي د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ له پاره ګډون کوم.
عليزي زیاته کړې چي د هیڅ فرد یا ګوند استازیتوب نکوي او هر وخت د افغانستان ګټي ورته اوليت لري، په همدغه سبب د پاکستان په غونډه کي د افغانستان د امنیت د ټینګښت،اقتصادي ودي،دايمي ثبات،او د افغانانو د یوالي په موخه ګډون کوي.
د یادوني وړ ده چي د رواني اګسټ میاشتي پر ۲۵ او ۲۶ تاریخ به په پاکستان کي د ط.الب ضد افغان څهرو او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه وسي.
