امريکا د افغانستان له پاره د پخوانۍ شارژدافيري کرن ډيکر پر ځای نوی شارژدافير ډان براون مقرر کړ

نن پنجشنبه د اګسټ ۲۱مه په افغانستان کي د امریکا پخواني سفارت پر فیسبوک پاڼه نشر سوي چي امریکا د افغانستان له پاره د پخواني شارژدافيري کرن ډيکر پر ځای د لنډ مهال له پاره ډان براون په نوم نوی شارژدافیر مقرر او معرفي کړی دی.
د سفارت پر صفحه لیکل سوي (موږ شارژدافیرې آغلې کرن ډیکر سره خدای پامانی کوو، او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په ماموریت کې د هغې له کلونو خدمت او مشرۍ څخه مننه کوو. د نوي لنډمهاله شارژدافیر په توګه د ښاغلي ډان براون په هرکلي کې له موږ سره یوځای شئ)

د یادوني وړ ده چي براون د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهيسي د دغه ماموريت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده

Verified by MonsterInsights