د تلګراف ورځپاڼي راپور ورکړی، چي ط..البانو درې افغان وګړي، چي د بریتانیا سره په همکارۍ تورن وو، ایران ته سپارلي دي.
د تلګراف د راپور په اساس دا انتقال د ط..البانو او ایران ترمنځ د یوې پټي هوکړي له مخي سوی؛ څو هغه کسان وپیژني او ونیسي چي پخوا ئې له بریتانوي ځواکونو سره په افغانستان کي همکاري کړې وه.
د راپور له مخي، دا درې کسان په هغه لست کي شامل وو چي بریتانیا ته ئې د پناه غوښتنه کړې وه.
دغه ليست د هغو کسانو نومونه هم لري چي له بریتانوي پوځ، ځانګړو ځواکونو او استخباراتو سره ئې کار کړی.
همداراز ویل شوي چې ایران هڅه کوي د بریتانیا د استخباراتو (ام۱۶) او ځانګړو ځواکونو د غړو «د وژني لست» ته لاسرسی ومومي.
تلګراف دا هم ویلي چي ط..البان له دغو کسانو څخه د خپل رژیم د نړۍوال مشروعیت له پاره وسیله جوړوي.
راپور زیاتوي، ط..البانو په وروستیو اونیو کي لږ تر لږه ۱۳ تنه د دغه لست له ډلي په کندهار کي نیولي او د هغوی معلومات یې له ایراني استخباراتو سره شریک کړي دي.
