د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د جمعې په ورځ د منځنۍ آسیا د اتلولۍ سیالیو په لومړۍ لوبه کي درې پر يو ماته خوړلې.
ټاکل سوې ده، چي افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د کوربه هیواد تاجکستان پر وړاندي ترسره کړي.
هېره دي نه وي، چي افغانستان د منځنۍ اسيا د اتلولۍ په سياليو کي په بي ګروپ کي برخه لري.
په دغه ګروپ کي افغانستان د ایران، تاجکستان او هند سره لوبېږي.