په افغانستان کي ۲۰ ترهګري ډلي او تر ۲۳ زره زيات جنګيالي ترهګر فعاليت کوي

د روسیې د ملي امنیت شورا رئیس سرګي شویګو په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي په افغانستان کي اوس مهال شل ترهګري ډلي فعاله دي او د سيمي امنيت ته ئې کواښ پېښ کړی.
د‌ هغه په خبره چي دغه شل ترهګري ډلي شاوخوا ۲۳ زره فعال جنګيالي لري او په دغه هيواد‌ کي فعاليت کوي.
د نوموړي په خبره امریکا، بریټانیا او جرمنی سره له دې چي د ط..البانو د رسمیت پېژندني سره مخالفت ښیي؛ خو له کابل سره د اړیکو د جوړولو په هڅه کي دي، ترڅو خپل حضور او ګټي په افغانستان کي خوندي کړي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال په ټينګار سره ويلي، چي افغانستان ته د ناټو د راتګ بيا احتمال سته.
شويګو ويلي چي د لویدیځ استخباراتي ادارې افغانستان ته د وسله‌والو په لېږدولو کي رول لري او په خبره ئې چي لويديځ په افغانستان کي د ترهګر ملاتړ کوي.

Verified by MonsterInsights