ط..البانو په نيمروز کي ايران ته د ‌غيرقانوني تګ په تور لسګونه کسان نيولي

د نيمروز د ط..البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت په درو ولسواليو کي ئې لسګونه هغه کسان نيولي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول باندي ايران ته ولاړ سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د نیمروز ولایت په چخانسور، چهاربورجک او خاشرود ولسوالیو کي نیولي او بېرته ئې خپل ولايتونو ته انتقال کړي دي.
په خبرپاڼه کي د نيول سوو کسانو د تعداد په اړه څه نه دي ويل سوي؛ خو دومره ئې ليکلي، چي لسګونه کسان ئې نيولي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ايران حکومت هره ورځ په زرګونه هغه افغان کډوال چي په ايران کي د قانوني اوسېدلو اسناد نه لري باسي او افغانستان ته ئې شړي.
افغان ځوانان د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د بېکارۍ، فقر او لوږي له امله مجبوره سوي، چي پر قاچاقي او سختو لارو باندي نورو هيوادونو ته مهاجرت وکړي.

Verified by MonsterInsights