د کندز څخه محلي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ماښام د کندز ښار د دوهمي امنيتي حوزې په ساحه کي پر ط..البانو چاودنه سوې ده.
په ورته وخت کي بيا د ط.. البانو مخالفي د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي ياده چاودنه د ازادۍ جبهې تر سره کړې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه چاودنه کي ئې دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
تر اوسه ط..البانو د يادي چاودني په اړه څه نه دي ويلي.