په جوزجان کي ط..البانو د يوې ښځي په ګډون دوه کسان په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دوه کسان ئې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ کي د خلګو د سترګو په وړاندي په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د‌ خبرپاڼي په حواله چي دغه ښځه او سړی ئې د نامشروع اړيکو په تور د ۱۵ څخه تر ۱۹ پوري په دورو وهلي او د‌ شپږ مياشتو څخه تر يوه کال پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي ط..البانو بدني سزاوي په عام محضر کي زياتي کړي دي، چي د بشر د حقونو سازمانونه‌‌ ئې د درېدو غوښتنه کوي.

Verified by MonsterInsights