د هرات څخه د شنبې په ورځ ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په سهار ط..البانو د دغه ولايت پر يو شمېر خصوصي ښوونيزو مرکزونو باندي چاپې وهلي او د يادو ښوونيزو مرکزونو څخه ئې ښځينه زده کوونکي په زور او جبر ايستلي دي.
ط..البانو دغو نجونو او د ښوونيزو مرکزونو مسئولينو ته ويلي، چي د نجونو پر زده کړه بنديز دئ او اجازه نسته چي دلته زده کړي وکړي.
د سرچينې په وينا چي په دې خصوصي ښوونيزو مرکزونو کي، د انګلیسي ژبي ترڅنګ دیني درسونه هم ورکول کېدل.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البانو د خپل واکمنۍ د پيل څخه د افغان ښځو پر زده کړو، کار او نورو بنسټيزو حقونو باندي بنديز لګولی.
