د ط.. البانو د نورستان د کانونو او پټروليم رياست څخه د شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ ئې د دغه ولايت د کامديش ولسوالۍ د کانونو څخه ۱۲۴ کيلوګرامه د بيروج ډبري خرڅي کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ډبري ئې د ۵۴ ميليونه او ۵۵۵ زره افغانيو په بدل کي د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنيو سوداګرو خرڅي کړي.
بايد وويل سي چي واک ته د ط..البانو د رسېدو وروسته دې ډلي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د کانونو د استخراج او دغو ډبرو د پلور لړۍ چټکه کړې.
