د ازادۍ جبهې په کابل او کندز کي درې ط.البان وژلي او شپږ یې ټپیان کړي دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ ویلي،چي د جمعې په ورځ یې د دوو جلا جلا بریدونو په ترڅ کي درې ط.البان وژلي او شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.
د ازادۍ جبهې ویلي چي یو برید یې د کابل پر استخباراتي اداره ځکه کړی، چي په دغه اداره کي د افغانستان مخکني پوځیان،ښځي او بې ګناه افغانان په غیر انساني ډول شکنجه کېږي،د ازادۍ د جبهې په حواله چي یاد برید یې د کابل په شش درک سیمه کي د ط.البانو پر استخباراتي ادارې کړی دی،چي یو ط.الب یې وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د ازادۍ جبهې خپل د دوهم برید ځای د کندز ښار یاد کړی چي په یاد برید کي یې دوه ط.البان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د یادوني وړ ده چي ط.البانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي،او په افغانستان کي داخلي رسنۍ یې د یادي جبهې د بریدونو د نشرولو څخه منع کړي دي.

Verified by MonsterInsights