حکمتيار دوې ورځي وروسته د پاکستان بريدونه غندلي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار نن پر خپل ایکس پاڼه د پاکستان هغه برېدونه غندلي چي نژدې دوې ورځي مخکي د پنجشنبې په شپه پر خوست او ننګرهار سوي و، او ولسي خلګ پکښي وژل سوي وو.
ګلبدين د اوسني چارواکو غوښتي چي د زور لاره غوره نه کړي او د پاکستان د حملو له پاره یو سوله ییز بديل ولټوي.
د یادوني وړ ده چي یاده غندنه وروسته له هغه وسوه چي په ټولنیزو رسنیو کي افغان فعالانو حکمتیار د پاکستان لاسپوڅی بللی و،او ویلي وه چي حکمتیار دپاکستان د ظلمونو مقابل همیشه سکوت اختیاروي.

Verified by MonsterInsights