نن د شنبې ماښام د اګسټ (۳۰/۲۰۲۵) تاريخ حوثیانو تایید کړې ده چي د دغه ډلي لومړی وزیر احمد غالب الرهوي د یمن په پلازمېنه صنعا کي د اسرائیل د تیري پنجشنبې د بريدونو په ترڅ کي وژل سوی دی.
حوثي سرچېنو ویلي چي یاد برید د پنجشنبې په ورځ د حوثي مشرانو د یوې غونډي پر مهال سوی، چي د لومړي وزیر په شمول یې ګڼ شمېر مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د اسرائیل پوځ هم خبر نشر کړی چي په پنجشنبه یې حوثي مشران په یو دقیق عملیات کي په نښه کړي،خو د یادو عملیاتو جزئیات یې نه دي خپاره کړي.
د ريپوټونو له مخي د الرهوي د وژل کېدو وروسته به د لومړي وزیر معاون محمد احمد احمد مفتاح به د موقت وخت له پاره د لومړي وزیر ځایناستی وي.
